د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي په کندهار، تخار، هرات، بغلان او کندز کې یو شمېر غلاکوونکي نیول شوي دي. 

ملي راډیو ټلوېزیون د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې په پنځو ولایتونو کې یې د موټرو او نورو وسایلو ۲۱ غلاکوونکي نیولي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند څه موده وړاندې پر ټویټر لیکلي وو چې د دوی مشر، هبت الله آخندزاده ټولو قاضیانو ته امر کړی چې د غلو او فسادکوونکو قضیې په دقیقه توګه وڅېړي. 

د اسلامي امارت مشر له قاضیانو سره په دې ناسته کې ویلي وو: “تاسو د شرعي حدودو په عملي کولو کې مکلفت یاست، ځکه د شریعت حکم او زما امر واجب دي.”

د اسلامي امارت د مشر له دې فرمان وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کسان د خلکو پر وړاندې په دُرو وهل شوي دي.