د حيرتان – مزارشريف د اورګاډي د پټلۍ د ساتنې او څارنې تړون نن دوشنبه د لیندۍ ۱۴مه د ټولګټو وزارت او يو قزاقستاني شرکت ترمنځ په کابل کې لاسليک شوی دی.

د رسنیو د معلوماتو د مرکز مشر، انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اورګاډي کرښې د ساتنې او څارنې تړون د افغانستان د اورګاډي د ملي ادارې او یو قزاقستاني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د ښاغلي سمنګاني په وینا، دغه قرارداد د ریل پټلۍ ادارې د سرپرست، بخت‌الرحمن شرافت، د قزاقستاني شرکت د مرستیال «بیسن بای مخانوف»، د چارو ادارې د مشر منصور فاتح او د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مسوولینو په شتون کې لاسلیک شوی دی. 

دغه تړون د افغانستان مخکني حکومت له یو ازبکستاني شرکت سره لاسلیک کړی و. 

دغه شرکت به د ۱۹ میلیون ډالر په ترلاسه‌کولو سره تر دریو کلونو پورې د حیرتان – مزارشریف د اورګاډي پټلۍ ساتنه کوي.

د دې لارې د ساتنې او څارنې لپاره هر کال د افغان حکومت له بودیجې څخه ۱۹ میلیون ډالر ځانګړي کېږي.