
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي، حسن کاظمي قومي ويلي چې د افغانستان فضا له پخوا څخه آن تر اوسه هم د امریکا په کنترول کې ده.
ښاغلي قومي نن دوشنبه د لیندۍ ۱۴مه ویلي، امریکا دا ثابتول غواړي چې د دوی له حضور پرته په افغانستان کې بېثباتي پراخېږي.
د هغه په وینا، امریکا ته هېڅکله د افغانستان د ملت او د دغه هېواد ګټې مهمې نه دي او امریکا نه غواړي چې د افغانستان په ګډون ټول هېوادونه یو ځواکمن دولت ولري.
ښاغلي کاظمي همداراز زیاته کړې چې امریکا او متحدین یې هڅې کوي چې د امارت اسلامي او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ واټن رامنځته کېږي.
ښاغلي کاظمي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او په وینا یې چې د بېثباتۍ او تروریزم د له منځهوړلو یوازینۍ لاره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړول دي.