
مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن د څلوېښت میلیون ډالرو کڅوړه کابل ته راوړل شوې او دا پیسې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې دي.
تر اوسه د ۴۰ میلیون ډالرو ۱۹ کڅوړې او د ۳۲ میلیون ډالرو تر ۳۰ زیاتې کڅوړې افغانستان ته راوړل شوې دي.
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې تر دمه د دغو نغدي مرستو اندازه یو میلیارد او ۷۱۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
دغه بانک ویلي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د دې مرستو مننه کوي او دوی د بانکي سکتور په پیاوړتیا کې خپلې هڅې روانې ساتي.
تر اوسه د دغو نغدي مرستو د سرچینې او په افغانستان کې یې د لګښت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یا یوناما ویلي چې دا پیسې یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي او اسلامي امارت ورته لاسرسی نه لري.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو را وروسته د افغانستان پانګه په نړیوالو بانګونو کې کنګل شوه چې له امله یې په افغانستان کې بېوزلي په بېسارې توګه پراخه شوه.