د ایران مرستیال سفیر په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي او د افغانستان پر امنیتي وضعیت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یې ټینګار کړی چې اوس د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې وخت رارسېدلی دی.

باختر آژانس نن دوشنبه د لیندۍ ۱۴مه خبر ورکړی چې مولوي امیرخان متقي په کابل کې له «سید حسن مرتضوي» سره کتلي دي.

د باختر د خبر له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي تبادلې وخت رارسېدلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د دې ناستې په دوام کې ښاغلي مرتضوي د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره د اسانتیاوو د رامنځته‌کولو په برخه کې به همکاري کوي.

د ۲۰۲۱ د اګست ۱۵ د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د درېیو میاشتو لپاره بندې شوې او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو له امله د اسلامي حکومت په غوښتنه د ایران او افغانستان ترمنځ ټرانزیټي لار بیا فعاله شوه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د ایران د توکو او خدماتو حجم په ۱۴۰۰ کې د همدې اندازې په پرتله ۳۰ سلنه کم شوی، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۹ کې د ایران د صادراتو کچه شاوخوا ۲ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

افغانستان ته د ايران تر ټولو زيات واردات خوراکي توکي، غالۍ، سون مواد، ساختماني توکي او اوسپنه دي.