د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه به سبا یکشنبه د لیندۍ پر دیارلسمه، ۱۵ میلیون ډالر لیلام کړي.

دغه بانک په یوه اعلامیه کې د پیسو له ټولو تبادله‌کوونکو او د پیسو د خدمتونو له مرکزونو وغوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

بلخوا د افغانستان د پلازمېنې کابل په بازارونو کې نن یو امریکايي ډالر په ۸۸ افغانۍ تبادله شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو اوونیو کې مرکزي بانک ۱۵، ۱۷ او ۱۶ میلیون ډالر لیلام کړي دي.

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته افغانۍ په بېسارې کچه ارزښت یې وبایله، چې یو ډالر په ۱۳۰ افغانیو تبادله کېده.

خو د څه وخت وروسته د افغانستان مرکزي بانک د دې لپاره چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي، څو ځله امریکايي ډالر په آزاد بازار کې پلوري دي.