نن د پولیو ضد واکسین لومړی پړاو د څه باندې ۳۲ میلیونه ماشومانو لپاره په بلوچستان، اسلام اباد، سیند او پنجاب کې پیل او ټاکل شوې چې دویم پړاو به یې په خیبر پښتونخوا کې پلی شي.

د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د نړۍ په کچه یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دي، چې هر کال ماشومان پرې اخته کېږي.

په ورته وخت کې افغانستان کې هم د شري او پولیو ضد واکسین کمپاین له وړمې ورځې پیل شوي دي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د اکټوبر په میاشت کې یې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پر مهال څه باندې ۶ میلیونه ماشومان واکسین کړي او لا به هم دوام ورکړي.

بلخوا یونیسف هم ویلي، چې د دغه کمپاین په عملي کېدو کې ښه‌والی راغلی، ځکه پخوا د ناامنیو له امله هر کال ۴ میلیونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل، خو اوس دا کچه په ډېرو سیمو کې ټیټه شوې ده.