
د چین روغتیايي بنسټونه وايي، په دغه هېواد کې د یوې ورځې په تېرېدو سره د کورونا وبا ۴۰ زره او ۳۴۷ پېښې ثبت شوې چې دا د دې ناروغۍ له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د چین د روغتیا ملي کمیسیون خبر ورکړی، چې په دغه هیواد کې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې په دغه هیواد کې د کرونا وایروس ۴ زره ۳۴۷ نوې پیښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، یوه ورځ وړاندې د کورونا ۳۹۷۹۱ پېښې ثبت شوې وې او د دغه هېواد حکومت د دې ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه وضع کړل، خو دا محدودیتونه د بېساري لاریونونو سبب شول.
بهرنیو رسنیو د دې ناروغۍ له خپریدو راهیسې د کوویډ – 19 د تازه ثبتشویو پېښو تر ټولو لوړه شمیره ښوولې ده.
د یادولو ده چې د چین د روغتیا د ملي کمیسیون د راپور له مخې، د کورونا د ۴۰ زره ۳۴۷ پېښو له جملې څخه ۳ زره ۷۰۹ پیښې د اختلاطاتو او ۳۶ زره ۸۲ پیښې له اختلاطاتو پرته وې.
کوویډ-۱۹ ناروغي لومړی د چین په «ووهان» ښار کې خپره شوه بیا ټولې نړۍ ته ورسېده.
د شته شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کورونا ناروغۍ له امله تر دې دمه ۶۳۵۰۷۶۵ مړه او نږدې ۵۴۹ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.