
ملګري ملتونه وایي، اوس تر بل هر وخت د مطبوعاتو آزادۍ او د حقایقو بیان ته اړتیا ده.
دغه سازمان نن دوشنبه د لیندۍ پر ۷مه د خبریالۍ په اړه د یونسکو د بیانې له بیاخپرولو سره لیکلي، چې له خبریالانو دفاع له ډیموکراسۍ دفاع ده او اوس تر بل هر وخت د حقایقو او مطبوعاتو آزادۍ ته اړتیا ده.
د یونسکو په اعلامیه کې راغلي چې دغه اداره د حقایقو پر بنسټ د پوهې د ودې او د ساینسي زیربناوو ساتلو ته ژمنه ده او د رسنیو په کارونو کې د اطلاعاتو له ازادۍ ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې یونسکو د بیان آزادۍ او د رسنیو له خپلواکۍ ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان د مطبوعات د عدمخپلواکۍ له امله د رسنیو د خپلواکۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوبه وایستل شو.
همداراز یوازې په تېر وروستي کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ سلنه رسنیو فعالیت پرېښی او شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې د بېلابېلو لاملونو له امله بېروزګاره شوې دي