
نړیوالو رسنیو د دویمې شپې لپاره د چینایانو اعتراضونه بېساري بللي چې د دغه هېواد د پلازمېنې په ګډون ګڼو ښارونو ته غځېدلي.
دا لاريونونه د دغه هېواد د حکومت له خوا د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د سختو تدبيرونو په غبرګون کې رامنځته شوي.
لاريون کوونکو خپل شعارونه بدل کړي او د ولسمشر شي جینپینگ د استعفا غوښتنه يې کړې ده.
شی جینپینک څه موده مخکې د ګوندونو په ټاکنو کې د واکمن ګوند د مشر په توګه يو ځل بيا وټاکل شو او د دغه هېواد د مشر په توګه يې خپل دريځ نور هم ټينګ کړ.
د تېرو دوو ورځو تر ټولو ستر لاریونونه په شانګهای او بیا د چنگدو،، ووهان او شیان په ښارونو کې د خلکو مظاهرې دي.
په دغه هیواد کې د لاریونونو د ځپلو لپاره د پولیسو د ناوړه چلند ریپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې په چین کې د لاریونکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې د راپورونو په تړاو اندیښنه لري.
دغه سازمان له چين څخه غوښتي چې د نيولشويو معترضانو د روغتيايي حالت او د هغوى د ځايونو په اړه معلومات ورکړي.