د اوسني حکومت د دفاع وزارت ویاند «مولوي عنایت الله خوارزمي» وايي، تر اوسه تر ۶۰ زیاتې الوتکې بیا ترمیم شوې دي. 

مولوي عنیات الله خوارزمي نن دوشنبه د لیندۍ پر ۷مه په غږیز پیغام کې ویلي چې دا الوتکې د افغانستان د نظامي او هوايي ځواک په هڅو بیا ترمیم او د فعالیت لپاره آماده شوې دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړې چې تر اوسه تر ۶۰ زیاتې الوتکې بیاترمیم او د استفادې وړ شوې دي. 

د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۱مه د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغانستان د هوايي ځواک ۶۲ چورلکې او الوتکې د کابل او مزارشریف له هوايي اډو څخه تاجکستان او ازبکستان ته انتقال شوې او ۶۸۵ پوځي افسران هم له هېواده ووتل.

د راپورونو پر بنسټ په مزار شریف، کندهار او هرات هوايي اډو کې شاوخوا ۴۰ الوتکې او چورلکې د اوسني حکومت د چارواکو لاس ته ورغلي دي.