
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د خوښۍ ډزو له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس «معزالدين احمدي» ویلي چې دا پېښه پرون یکشنبه د قوس په شپږمه د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
د هغه په وينا، په دې ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي خلک دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټینګار کړی چې د دې قضيې عاملين د پوليسو لخوا نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
تر دې مخکې هم د لغمان سیمهییزو مسوولینو ویلي وو چې په دغه ولایت کې ناوې او زوى د واده د مراسمو پر مهال د یو وسلهوال کس په ډزو وژل شوي وو.