پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله «حنا رباني کهر» د دغه وزارت له یو پلاوي سره کابل ته سفر کوي.

«ډي‌نیوز» نن دوشنبه د لیندۍ پر ۷مه خبر ورکړی چې حنا رباني به سبا سه‌شنبه د لیندۍ پر اتمه، د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي محمد صادق خان، د مالیې وزارت او ځیني نورو چارواکو سره یو ځای کابل ته سفر وکړي. 

د دغه سفر موخه د بهرنيو چارو له سرپرست وزير «اميرخان متقي» سره د حنا رباني کتنه ښوول شوې، خو افغانستان ته د لومړۍ ښځينه ديپلوماتې د سفر د نورو جزئياتو او موخو په اړه څه نه دي ويل شوي.

بلخوا د افغانستان حکومتي چارواکو تر اوسه د دې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي، خو دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې کړکېچ زیات شوی دی.

مېرمن رباني تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، او په ۲۰۱۲ کې یې کابل ته په سفر کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي وو.