د پکتیکا په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ORD مرستندویه موسسې لخوا تر ۲۰ زرو ډېرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.   

باختر آژانس نن دوشنبه د لیندۍ پر ۷مه خبر ورکړی چې او.آر.ډي موسسې د کرنې او اوبولګولو ریاست په همکارۍ د پکتیکا په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې په شاوخوا ۲۱۴۰۰ بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشلې ده. 

د خبر له مخې، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته شاوخوا ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۷ کیلو دال او د ماشومانو لپاره ځینې خوراکي توکي شامل دي. 

تر دې وړاندې د کډوالو چارو نړیوال سازمان یا IOM ویلي وو چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې یې له زلزله‌ځپلو سره نغدي مرسته کړې ده. 

د یادونې ده چې په افغانستان کې خوراکي توکو ته اړتیا زیاته شوې او د څېړونکو په وینا چې په روان ژمي کې د افغانستان خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.