
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دا پېښه تېر ماښام، یکشنبه د لیندۍ پر ۶مه په «صیاد» سیمه کې د بلخ – سمنګان پر لاره شوې ده.
باختر آژانس خبر ورکړی چې له مزارشریف څخه د بغلان په لور روان کرولا ډوله موټر له ټریلر سره ټکر کړی او اووه کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
ویل کېږي، په دې پېښه کې دوه د کورولا او یو د بار وړونکي موټر کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې علت نه دی روښانه، خو په دې وروستیو کې خراب سړکونه، ګړندی تګ، د چلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي نښو نهشتون د دې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د فاریاب په خواجهسبز پوش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي وو.