
د ټویټر نوي مالک «ایلان ماسک» پر ټویټر تر یوې ټولپوښتنې وروسته د امریکا د مخکني ولسمشر ‘ډونالډ ټرمپ’ ټویټر اکاونټ بیا فعال کړی دی.
د ایلان ماسک په دې ټولپوښتنه کې تر ۱۵میلیون کسانو برخه اخیستې وه او ۵۱،۸ سلنه ګډونوالو د ټرمپ د اکاونټ د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې ده.
ایلان ماسک نن یکشنبه د لړم پر ۲۹مه (نومبر ۲۰) پر ټویټر لیکلي، چې خلکو خپلې خبرې کړې دي او د ډونالډ ټرمپ ټویټر اکاونټ به بېرته فعال شي.
ټویټر ټولنیزې شبکې د ۲۰۲۰ د جنورۍ پر ۶مه پر کانګرس د ډونلډ ټرمپ د یو شمېر پلویانو له برید وروسته ټرمپ اکاونټ د ۱۲ ساعتونو لپاره وتاړه، خو وروسته یې د تل لپاره پر ټویټر د هغه فعالیت مخه ونیوله.
ډونالډ ټرمپ په ټویټر کې له 88 میلیون ډېر څاروونکي لرل.
هغه مهال ډونالډ ټرمپ پر ټویټر تور لګولی و چې له ډیموکراټانو او کیڼ اړخو افراطیانو سره یو ځای د ټرمپ د غلې کولو هڅې کوي.