
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې امازون خپل شاوخوا لس زره کارمندان د احتمالي بحران د مخنیوي په خاطر له دندو ګوښه کوي.
د بلومبرګ د راپور له مخې، دا په انلاین سوداګریز امازون کې تر ټولو لوی ګوښهکول دي.
بلومبرګ د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ښايي د دومره بشري ځواک د ګوښهکولو لړۍ روانه اونۍ پیل شي.
بلومبرګ د امازون لخوا دا اقدام د شرکت پر وړاندې احتمالي بحران له امله بللی دی.
تر دې وړاندې د میتا او ټویټر شرکتونو هم مخکې اعلان کړی و چې ډېر شمېر خپل کارمندان به ګوښه کړي او خپل راتلونکي فعالیتونه به همغږي کړي.
د ټویټر شبکې نوي مشر «ایلان ماسک» د اقتصادي کړکېچ له امله همداراز له ټولو وېریفای ټویټرونو څخه د میاشتني فیس د ګرځولو پرېکړه هم کړې ده.
دغه شرکت همداراز ویلي چې د سمو خدماتو د وړاندې کولو په موخه به ډېر ژر د جعلي اکاونټونو د تړلو لړۍ هم پیل کړي.