
د امریکا مخکني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته په رسمي توګه د خپلې نوماندۍ اسناد ثبت کړي دي.
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا د بیاځلانده کېدو لپاره یې د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته خپله نوماندي اعلان کړې ده.
ډونالډ ټرمپ د فلوریډا په مارالاګو کې خپلو پلویانو ته ویلي چې د بیا واکمنېدو لپاره د نوماندۍ له ورځې تر ټاکنو پورې به بېسارې مبارزه وکړي او هېواد به د کیناړخو دیموکراتانو له ویجاړۍ خلاص کړي.
ښاغلي ټرمپ په خپله تېره څلور کلنه دوره ویاړ کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکا د ده د واکمنۍ پر مهال ډېره وده کړې وه.
د امریکا مخکني ولسمشر د خپلې تېرې څلورکلنې دورې پر مهال په امریکا کې له کورونا ناروغۍ سره بریالۍ مبارزې ته په اشارې ویلي چې هغه مهال یې د امریکا اقتصاد د دې وبا له منفي اغېزو ژغورلی و.
ډونالډ ټرمپ په خپلو دغو تازه څرګندونو کې د امریکا په اوسني ولسمشر «جو بایډن» ښوولی چې امریکا یې د اټومي جګړې له ګواښ سره مخ کړې ده.
خو جو بایډن بیا د ټرمپ د نوماندۍ په غبرګون کې ویلي چې دغه کس امریکا له ماتې سره مخ کړې وه.
د یادونې ده چې د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په ۲۰۲۴ کې وشي.