
د اسلوونیا اتباعو د خپل هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې یوه ښځه ولسمشره وټاکله.
۵۴ کلنه ناتاشا پیرس موسار، چې د بشري حقونو مدافع وکیله او لیبرال نومانده ده، د ۵۴ سلنه رایو په ترلاسهکولو سره د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې، ۴۶ کلنې انزه لوګر په مقابل کې بریالۍ شوه.
د دې ټاکنو په لومړي پړاو کې، چې د اکتوبر په ۲۳ ترسره شوې، له اوو نوماندانو څخه هیڅ یو هم ونه شو کړای چې تر ۵۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه کړي او په دې توګه پیرس موسار او لوگر دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.
پیرس موسار د بریا له ادعا وروسته خبریالانو ته ویلي: “زه به خپله هڅه وکړم چې د ټولو لپاره ریښتینې ولسمشره شم، د اساسي بشري او دیموکراتیکو حقونو او ډیموکراسۍ لپاره کار وکړم.”
که څه هم ولسمشر تر ډېره تشریفاتي رول لري، خو د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان وي او د مرکزي بانک د سرپرست په ګډون څو لوړپوړي چارواکي نوموي، چې بیا دا نوماندان د پارلمان لخوا تاییدېږي.
تر دې مخکې د دغه اروپايي هېواد ولسمشر «پوروت پاهور» و، چې په دوو دورو کې یې پنځه کاله په اسلوونیا حکومت وکړ.
د اروپايي ټولنې او ناټو غړي هېواد نوې ولسمشره د پوروت پاهور پر ځای راغلې او شاوخوا ۳۰ کاله یې سیاسي فعالیتونه کړي دي.
پخوانی ماډل او ولسمشر «پوروت پاهور» د انسټاګرام د ولسمشر په توګه مشهور و، ځکه چې هغه ټولنیزې شبکې ډېرې کاروي.