
د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې ښيي چې دیموکراتانو د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ګټلې او دغه ګوند توانېدلی چې د ۵۰ څوکیو په پورهکولو سره خپل کنټرول وساتي.
اسوشیټیډ پریس پرون شنبه د لړم پر ۲۱مه (نومبر ۱۲) خبر ورکړی چې له نیواډا ایالت څخه د سنا څوکۍ ته د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې «کترین کورتیز مستوس» په بریا سره اوس دیموکرات وکیلان په دې جرګه کې اکثریت لري.
د امریکا د کانګرس سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري او د قانون له مخې، د سنا په مجلس کې د امریکا مرستیال ولسمشر د رایکارونې حق لري، چې په دې حساب دیموکراتانو په دغه جرګه کې خپل اکثریت ساتلی دی.
د متحده ایالاتو د سنا د اکثریت مشر «چک شومر» په نیواډا کې د مستوس د بریا تر اعلانېدو څو دقیقې وروسته پر ټویټر ولیکل: “امریکایی رایهورکونکو لیدلي چې د سنا ډیموکراټانو په تیرو دوو کلونو کې څه کړي دي.”
د جورجیا ایالت د سنا د غړو ټاکنې دویم پړاو ته تللې او په دغه ایالت کې رایهورکوونکي د ډسمبر په شپږمه د سنا د څوکۍ لپاره له دوو نوماندانو، دیموکرات رافایل وارنوک او جمهوري غوښتونکی هرشل واکر څخه یو غوره کوي.
په سنا کې د دیموکراتانو اکثریت د متحده ایالاتو د ولسمشر «جو بایډن» لپاره دا اسانه کوي چې د کابینې او قضایي ارګانونو غړي معرفي کړي.
خو د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د نومبر د اتمې د انتخاباتو د رایو شمېرنه لا نه ده شوې، د کانګرس د استازو د مجلس برخلیک لا نه دی معلوم چې ایا دیموکراتان به پکې خپل اکثریت وساتي؟ یا دا چې آیا د جرګې کنټرول به د راتلونکو دوو کلونو لپاره د جمهوري غوښتونکو په لاس کې وي.
که دیموکراتان وکولای شي د استازو په جرګه کې خپل اکثریت وساتي، دا به د ولسمشر بایډن لپاره یو فرصت وي چې د هغه د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې د کانګرس د دواړو جرګو په ملاتړ خپله اجنډا او لومړیتوبونه تنظیم کړي.
په هرصورت، ولسمشر بایډن به په قوانینو کې ځینې لوی بدلونونه پلي نه کړای شي، ځکه چې د دې کولو لپاره، د مشرانو جرګې لږترلږه 60 غړي باید د داسې پلان ملاتړ وکړي.
په متحده ایالاتو کې د اوسني منځمهاله ټاکنو پایلې خورا د تمې خلاف وې، ځکه چې په دودیز ډول، هر هغه ګوند چې سپینه ماڼۍ یا اجرایوي څانګه کنټرولوي په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس یا مقننه قوې کنټرول له لاسه ورکوي.