مېټا شرکت ویلي چې په نړیواله کچه به له ۸۷ زره کارکوونکو څخه ۱۷ زره کسان له دندو و ایستل شي.  

د دغه شرکت اجرائیوي مشر «مارک زوکربرګ» ویلي چې د خپل کاري ځواک ۱۳ سلنه کمول د مېټا په تاریخ کې تر ټولو ستر بدلون دی. 

مارک زوکربرګ له اغېزمن‌شویو کسانو څخه بښنه غوښتې او د دې کار علت یې د پانګونې کموالی بللی.   

نوموړي زیاته کړې دوی د تلپاتې او زیاتې ګټې اټکل کړی و، خو وايي دوی پر دې پرېکړه کې پاتې راغلي دي.

د فېسبوک، انستاګرام او واتساپ مېټا شرکت به په نورو ځايونو، لکه د ودانيو او دفترونو برخه کې هم لګښتونه راکم کړي او اوسمهال به ټول تمرکز په مصنوعي استخبارات، اعلانونو او د مېټاورس لپاره پر اوږدمهاله لید وکړي.

مېټا داسې مهال د خپل کاري ځواک د کمولو خبر ورکړی چې تر دې وړاندې یوې بلې ټولنیزې شبکې (ټویټر) هم د خپلو نږدې نیمايي کارکوونکو د کمولو خبره کړې وه.

د ټویټر نوي مالک «ایلون ماسک» ویلي چې په نږدې ورځو کې به خپلو نږدې نیمايي کارکوونکو ته د دندې پرېښودو ایمیلونه ورسول شي.