
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان له خلکو سره د کروشیا حکومت د سل زره امریکایي ډالرو د مرستې خبر ورکړی.
دغه سازمان پرون دوشنبه د لړم پر ۱۶مه ویلي چې کروشیا دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړې، چې د دغه هېواد بېوزلو خلکو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه څرګنده کړې چې له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو او بېروزګارۍ له امله د افغانستان د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، په میلیونونو کورنۍ له سخت ژمي سره د مقابلې لپاره تقریباً هیڅ لاره نه لري او د خوړو نړیوال پروګرام هم په ټول افغانستان کې د مرستو د زیاتولو لړۍ پیل کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې یې له ۲۱،۹ میلیون خلکو سره د خوراکي توکو، د بیړنۍ تغذیې او د نغدي پیسو مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال يې د ټول هېواد په ستراتيژيکو ځايونو کې ۱۵۰ زره ټنه خوراکي او غذايي مواد پلان کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ډاډ ورکړی چې د ژمي په جریان کې به د واورې له امله د لارو تر بندېدو مخکې په لیرې پرتو سیمو کې له زیانمنشویو او بېوزلو کسانو سره مرستې وکولای شي.