
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پنځوساوریزو لوبو لوبډلمشر «حشمت الله شهیدي» د اتصالات د نوي سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د اتصالات مخابراتي شرکت نن جمعه د لړم پر ۱۳مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملي لوبډلې د ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو کپتان «حشمت الله شهیدي» د خپل نوي سوداګریز سفیر په توګه ټاکلی دی.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د اتصالاتو اجرایوي رییس محمد عثمان وویل:
“حشمت الله شهیدي د کرکټ ځوان او ځواکمن لوبغاړی دی چې د لوبې په ډګر او هم په خپل ټولنیز ژوند کې ښه ځلېدلی دی. د شهید هڅې او استقامت ځوان نسل هڅولی او هغوی یې هڅولي چې مثبت فکر وکړي او د دوی خوبونه تعقیب کړي.”
حشمت الله شهیدي له اتصالات سره د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، خوښ دی چې د دغه شرکت د سوداګریز سفیر په توګه غوره شوی دی.
شهیدي زیاته کړې: “په افغانستان کې د مخابراتي سکټور په پراختیا کې د اتصالات ونډه د افغانانو لپاره په زړهپورې ده او زه خوښ یم چې په دې ماموریت کې له دوی سره یوځای شوی یم.”
ټاکل شوې، د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د اتصالات د برانډ او محصولاتو د معرفيکولو لپاره په سوداګریزو خبرتیاوو کې راښکاره شي، چې د تلویزیون، چاپي خپرونو او انلاین چینلونو له لارې به خپرېږي.