
بهرنیو رسنیو د چک جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر «یان لیپوفسکي» په حواله خبر ورکړی، چې په کابل کې به د دغه هېواد سفارت د تل لپاره وتړل شي.
لیپوفسکي پرون چهارشنبه د لړم پر ۱۱مه ویلي چې د افغانستان اړوند خدمات به په پاکستان کې د دغه هېواد د سفارت لخوا پر مخ وړل کېږي.
نوموړي په کابل کې د چک جمهوریت د سفارت د تړلو لامل په افغانستان کې امنیتي ستونزې بللې او ویلي یې دي چې په پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د امنیت د ښهکېدو هیله نشته.
په کابل کې د چک جمهوریت سفارت د طالبانو له واکمنېدو سره سم په موقتي توګه وتړل شو او اوس د دغه هېواد چارواکو اعلان کړی چې په کابل کې به خپل سفارت د تل لپاره وتړي.
د چک د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې د بشري مرستو اړوند چارې به د چک د غیردولتي موسسې لخوا اداره کېږي.
افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته ډېرو هېوادونو خپل سفارتونه وتړل او یا یې له افغانستانه بهر په هېوادونو کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.