Tuesday Oct 16, 2018

د کابل خونړی چاودنې په اړه د طالبانو غبرګون

نوشته شده توسط khaama - Wed May 31 2017, 8:16 am

طالبان وایي د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د یاد ډلې وسله وال لاس نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي ” دغه چاودنه  د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې هیڅ اړه نه لري، نه زموږ مجاهدین په دې پيښه کې لاس لري اونه هم مجاهدین اجازه لري چې په بې هدفه ځای کې دا ډول درنه چاودنه ترسره کړي.”

افغان چارواکي وايي، په پلازمینې کابل کې د چاودنې له کبله د وژل شویو شمیر ۸۰ ته رسیدلې او نږدې ۳۵۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح وایي، د پیښې قربانیان بېلابېلو روغتونو ته انتقال شوي امکان ولري چې په ارقامو کې بدلون راشي.

هغه زیاته کړه، چې  په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وایي، پیښه نن سهار شاوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څيرمه د موټر بم له امله رامنځ ته شوې ده.

د ښاغلي نجیب په وینا، لومړنی معلومات ښیي، دا موټر بم چاودنه د اوبو یا فاضله موادو په ټانکر سره شوې ده.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. نور داسې چاودنې کابل ښار کښې نه کیږي ان شاءالله. ځکه چې امنیتي چارواکي د کابل ښار ته تلونکو ټولو لارو باندې دروازې جوړې کړي چې پرته له واړه موټر نه، لوی موټرونه نشي ننوتلای.
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید