
د چین ولسمشر «شيجينپينګ» د درېیم ځل لپاره د دغه هېواد د واکمن ګوند (کمونیست) د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د چین د واکمن کمونیست ګوند د مشر په توګه د هغه بیا ټاکلکېدل د مارچ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د چین د ولسمشر په توګه د هغه د بیا راتګ چانس ډېروي.
شيجينپينګ په تالار کې ناستو حاضرینو ته ویلي چې کمونیست ګوند به د چين د خلکو اصلي او قوي ستنه پاتې شي.
د يادونې ده چې شيجينپينګ د درېيمې دورې لپاره د کمونیست ګوند د مشر په توګه خپل مقام ساتلی دی.
دغه چینايي چارواکی چې یوازې د چین د کمونیست ګوند د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی، د دغه هېواد ولسمشر او د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مشر او د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو قوماندان هم دی.
په ۲۰۱۸ کې د دغه هېواد د تعديلشويو قوانينو له مخې، د شيجينپينګ لپاره شونې ده چې د ټول عمر لپاره د چين د ولسمشر په توګه پاتې شي.
چین په نړۍ کې دویم لوی اقتصادي هېواد دی او له پوځي اړخه هم په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې ستر پوځي ځواک لري.