د امريکا ولسمشر «جو بایډن» وايي، پلان لري چې د دغه هېواد په راتلونکي ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړي.

بایډن پرون جمعه د تلې پر ۲۹مه (اکتوبر ۲۱) له MSNBC سره په مرکه کې ویلي چې دا پرېکړه یې رسمي نه ده، خو وايي د مبارزې اراده لري.   

د امریکا راتلونکې ټاکنې به په ۲۰۲۴ کې وشي او د امریکا د دغه پړاو ټاکنو احتمالي نوماندان تر اوسه په ډاګه نه دي ویل شوي، خو د امریکا پخواني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم په ښکاره ویلي چې د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې به سیالي کوي.

د امریکا اوسني ولسمشر دا هم ویلي چې که په راتلونکو ټاکنو کې د کاندېدو پرېکړه رسمی اعلان کړي، قانوني دریځ به یې بدل شي.  ‎

“کله چې زه دا پریکړه وکړم، یو لړ مقررات به پلي شي، مثلاً له هغې شیبې به له ځان سره د یو نوماند په څیر چلند وکړم”

ښاغلي بایډن زیاته کړې چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د راستنیدو هڅه ممکن دئ په راتلونکو ټاکنو کې بیا کاندید کېدو ته اړ کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې له ګڼو حقوقي ننګونو سره مخ د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په ۲۰۲۴ ټاکنو کې سیالي وکړي.