په تخار کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې یوه ښځه د خپلې ورېندارې د وژلو په تور نیولې ده.

د چارواکو په وینا، د «شایقې» په نامه دې ښځې پرون سه‌شنبه د تلې پر ۱۲مه سهار مهال، بي بي کبرا په تبر وژلې ده.

د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند «عبدالمبین صافي» ویلي چې دا پېښه تر لفظي شخړې وروسته شوې ده.

د ښاغلي صافي په وینا، د ۳۰ کلنې وژل‌شوې ښځې قاتله د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کورني تاوتریخوالي له امله دا ډول پېښې په بېساري توګه ډېرې شوې چې ستر لاملونه یې خراب اقتصادي وضعیت او د کورنۍ د غړو ترمنځ ناسم‌پوهاوی بلل کېږي.   

په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي له امله ډېری وخت ښځې او ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

پرون هم په کندهار کې یو سړي خپل درې زامن د بېوزلۍ له امله په چاړه وژلي وو.