د طالبانو د حکومت استخبارات وايي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول یې نیولی دی. 

دغه ریاست تېره شپه (سه‌شنبه د تلې پر ۱۲مه) پر خپل رسمي ټویټر لیکلي چې د داعش ډلې دا مشر یې د ځانګړو پوځي عملیاتو پر مهال نیولی دی.  

د دوی په وینا چې د «مالکي» په نامه دغه نیول‌شوي کس د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه داعش ډلې ته مالي مرستې راټولوې.  

ویل کېږي دغه کس د جلب او جذب مسوول هم و. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د داعش وسله‌والې ډلې ترویستي بریدونو زور اخیستی دی.  

تېره جمعه هم د کابل په لوېدیځ پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې له امله یې سلګونه زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  

په وژل‌شویو کسانو کې ډېره برخه ښځینه زده‌کوونکې شاملې دي.