یوه باوري سرچینه وايي، د کابل ښار د میرویس میدان سیمې په دوو مارکیټونو (احمدي، اباسین ځدراڼ) کې اور لګېدلی دی.  

یوې سرچینې خامه پرس ته ویلي چې دا اورلګېدنه نن چهارشنبه د تلې پر ۱۳مه سهار شاوخوا اته بجې په کوټه‌سنګي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا اور د درېیمې حوزې اړوند په «احمدي او اباسین ځدراڼ» مارکیټونو کې لګېدلی دی. 

ویل کېږي، د طالبانو د حکومت پولیس او اوروژونکې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او اور د کنترول په حال کې دی.

تر اوسه د دې اورلګېدنې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی او د اوښتو ځاني او مالي زیانونه په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. 

د سرچینې په وینا، چې چاته د اورلګېدنې ځای ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې هم په «اباسین ځدراڼ» مارکیټ کې اور لګېدلی و چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.