
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په حواله ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله د ځینو ټپیانو د درملنې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د عامې روغتیا وزارت ته په استولشوي لیک کې راغلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د بشردوستانه مرستو په لړ کې د وروستیو ترهګریزو پېښو د یو شمیر قربانیانو د استولو لپاره چمتو دی.
د دوی په وینا چې د ایران د طبي بورډ د ازموینې او تایید وروسته به د وروستیو خونړیو پېښو له امله ځینې ټپيان د درملنې لپاره ایران ته ولېږدول شي.
دا لیک، چې یوه کاپي یې خامهپرس ته هم رسېدلې، پرون دوشنبه د تلې پر ۱۱مه خپور شوی دی.
بلخوا د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هم ټینګار کړی چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.
ټپیان به د بشردوستانه مرستو په الوتکه کې لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د تلې ۸مه پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له امله ۵۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱۰ نور ټپیان شوي.