په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو او د هرات یو شمېر اوسېدونکو د کاج ښوونیز مرکز د پېښې د قربانیانو په یاد شمعې بلې کړې دي.

د ایران په پلازمینه تهران کې میشتو افغانانو د افغانستان سفارت مخې ته د شمعې په رڼا کولو سره پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید له امله د قربانیانو نوم او یاد ته درناوی کړی دی.

شمعه‌بلوونکو د هزاره زده‌کوونکو د خوندیتوب غوښتنه کړې او له نړۍ یې وغوښتي چې د هزاره‌ګانو د سیستماتیکې وژنې مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسېدونکو پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له امله د قربانیانو په یاد کې شمعې بلې کړې دي.

دا مراسم پرون دوشنبه د تلې پر ۱۱مه ماښام مهال د المهدي جبرئیل په ښارګوټي کې ترسره شوي دي.

شمعې‌روشنوونکو پر هزاره‌ګانو د پرله‌پسې بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. 

شمعې بلول یو پخوانی دود دی چې د ماتم په تاریخ کې ریښه لري، د شمعې په رڼاکولو سره، ماتم‌کوونکي د قربانیانو نوم او یاد ژوندی ساتي.

د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې د ورځې په برید کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.