په یونان کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې یو افغان له خپلو دریو ماشومانو سره د یونان په اوبو کې ډوب شوي دي.

د دې کورنۍ نږدې خپلوانو نن دوشنبه د تلې پر ۴مه رسنیو ته منلې چې نوموړی او کورنۍ یې د ترکیې او یونان پر لاره د یونان په اوبو کې ډوب شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوى کس کريم الله عليزاده نومېده او د کندز اوسېدونکى و.

سرچينې زياته کړې، چې کريم الله د جمهوري نظام پر مهال په کندز کې د روشن مخابراتي شرکت په اداره کې کار کاوه.

یونان اروپا ته د مهاجرو د ننوتلو یو له مهمو لارو څخه دی. د افریقایي، منځني ختیځ او نورو هیوادونو څخه یو زیات شمیر خلک هڅه کوي چې د یونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغو کسانو شمېر زیات شوی چې د ایران او ترکیې له پولو په ناقانونه توګه اروپایي هېوادونو ته سفر کوي.