د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو په هرات کې ښار کې پر دوو کوچنیو نجونو د یو جنسي‌تېری‌کوونکي د نیولو خبر ورکړی. 

د هرات امینې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کس پر دوو کوچنیو نجونو جنسي تېری کړی او په لسمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.   

د خبرپاڼې له مخې چې دا کس امنیې قوماندانۍ ته تر عریضې وروسته نیول شوی او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.     

هرات یو له هغو ولایتونو دی چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پکې زیاتې شوې دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشوم‌تښتونې، پر ماشومانو د جنستي‌تېري او د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې چې هېوادوال یې اندېښمن کړي دي. 

د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په دوام نن په مزارشریف کې یو لس کلن ماشوم تر یوې اونۍ وروسته د انسان‌تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی دی.