عکس، ارشیف

هندي رسنۍ وايي، له افغانستانه ۵۵ نور افغان سیکان او هندوان په یوه ځانګړي پرواز کې نوي ډيلي ته رسېدلي دي.  

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان سیکانو او هندوانو دا ۵۵ کسیزه ډله پرون یکشنبه د تلې پر ۳یمه له افغانستانه هند ته وړل شوي دي.  

د ‘ټریبون’ په راپور کې راغلي چې ‘نوي ډیلي’ ته په دغو تازه افغان سیکانو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي. 

د ‘راجیا سبها’ په نامه بنسټ یوه استازي «ویکرامجیت سینګ ساهني» ویلي چې دوی له افغانستان د افغان سیکانو د ژر ایستلو په برخه کې د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي.  

د دوی په وینا چې تر دې وړاندې هم شاوخوا ۵۴۳ افغان سیکان او هندوان نوي ډهلي ته رسېدلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې پر افغان سیکانو او هندوانو تر بریدونو وروسته ‘راجیا سبها’ بنسټ د دغو کسانو په ایستلو کې هڅې ګړندۍ کړې دي.