د طالبانو حکومت وايي، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو یې څه باندې اته‌زره سوالګر راټول کړي، چې ۶۸،۴ سلنه یې ښځې دي.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال «ملا عبدالغني برادر» په مشرۍ د سوالګرو د ټولولو کمیټې نن دوشنبه د تلې پر ۴مه د دې احصایې له خپرولو وروسته ویلي چې په دغو سوالګرو ۱۹۷۹ ماشومان هم شامل دي.

په تېرو میاشتو کې له کابل ښار څخه د سوالګرو ټولولو کار د طالبانو د حکومت مشر «ملا هبت الله» په امر پیل شوی، چې د روان هجري لمریز د زمري له ۲۳مې پيل او تر نن د تلې تر ۴مې دوام لري.  

په کابل ښار کې د سوالګرو ټولټال شمېر ۸۵۸۲ تنه دی، چې ۵۸۷۱ یې ښځې، ۱۹۷۹ یې ماشومان او ۷۳۲ یې نارینه دي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو د ټولولو مسوولینو دوی په دریو برخو ویشلي، چې مستحق، بې‌سرپرسته او مسلکي کسان پکې شامل دي.

د مستحقو سوالګرو شمېر ۳۱۴۹ اعلان شوی چې د ټولو سوالګرو شمېر ۳۶ سلنه جوړوي.

د دې ادارې مسوولینو دا هم ویلي چې راټول‌شوي کسان بایومتریک شوي او وړ کسان یې د سره صلیب کمېټې ته معرفي کړي او دوی ته یې میاشتنی معاش هم ورکړی دی.

په افغانستان کې له تېر یوه کال راپدېخوا بېوزلي او بې‌روزګاري ډېره شوې چې ورسره طبیعي پېښو هم ډېر خلک زیانمن کړي دي.