په کندهار کې د موندل‌شوي ډله‌ییز قبر په اړه د طالبانو حکومتي چارواکي ادعا کوي چې دا د جنرال رازق د ظلمونو له وخته پاتې دی.

دغه قبر چې د کندهار په سپين بولدک سيمه کې موندل شوى، د بشري حقونو د ملاتړو ګڼو بنسټونو پام ور اوښتی او په دې اړه یې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بینټ پرون یکشنبه د تلې پر ۳مه په خپل ټویټر لیکلي چې د دغو جسدونو پاتې شوني باید د عدلي معایناتو لپاره نور زیانمن نه‌شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسيا څانګې ویلي چې طالبان بايد له ملګرو ملتونو او نورو قانوني بنسټونو سره د څېړنو او د لازمو ځوابونو د ترلاسه‌کولو په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» هم په دغه ولایت کې د یوه ډله‌ییز قبر موندل کېدل تایید کړي او رسنیو ته یې په غبرګون کې ادعا کړې چې د جنرال رازق له ظلم څخه پاتې شوی دی.

جنرال رازق د جمهوري نظام له مشهورو قوماندانانو څخه و چې د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۱۸مه په یوه برید کې ووژل شو.

جنرال رازق اووه کاله د کندهار ولایت سرحدي او امنیې قومندان و.