پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت په «هرنايي» سیمه کې یوه چورلکه لوېدلې چې له امله یې د دوو پیلوټانو په ګډون شپږ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه خبر نن دوشنبه د تلې پر ۴ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه چورلکه تېره شپه د يوه ماموريت پر مهال غورځېدلې ده.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

دا په تېرو دوو مياشتو کې په بلوچستان ايالت کې دويمه چورلکه ده چې سقوط کوي. 

د اګست په لومړیو کې په دغه ایالت کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې شپږ پوځیان وژل شوي وو. 

هغه چورلکه له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې په موخه روانه وه چې په یوه غرنۍ سیمه کې تر لوېدلې وه او ټوټې یې څو ورځې وروسته په هغه سیمه کې وموندل شوې.