په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر «ولادیمیر پوتین» دوو وژل‌شویو دیپلوماتانو ته د زړورتیا مډالونه ورکړي دي.

د روسیې سفارت نن پنجشنبه د وږي پر ۲۴مه په يوه ټويټ کې ویلي چې ‘میخایل‌شاه’ او ‘آدیگژی کوژوگت’ دوه کارکوونکي، چې د کابل په برید کې وژل شوي وو، د روسیې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د زړورتیا مډالونه ورکول شوي دي.

دا برید د روان کال د سپټمبر پر پنځمه د روسيې سفارت ته څېرمه وشو چې د روسيې د سفارت د دوو کارکوونکو پر وژلو سربېره یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.  

د هغه چاودنې مسوولیت د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې منلی و.

روسي چارواکو ویلي چې د دغه برید غچ به اخلي او عاملینو ته به یې سزا ورکوي.  

دا برید وروسته تر دې وشو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د روسیې او د طالبانو د حکومت اړیکې نسبتاً مثبتې روانې دي.