
د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکي شلاوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړې، خو څلور نور لوبغاړي به هم د اړتیا په صورت کې لوبېږي.
کرکټ بورډ نن پنجشنبه د وږي پر ۲۴مه پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې د غوراوي کمېټې له لوري د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ډېر پیاوړي او باتجربه لوبغاړو ته ځای ورکړل شوي دی.
په دغه نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دي.
د اعلامیې له مخې، پر پورته لوبغاړو سربېره شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر «نورالحق ملکزي» په وینا: “موږ همېشه په دې هڅه کې یو چې د ټولو نړیوالو سیالیو په موخه یوه تکړه او پياوړې لوبډله غوره کړو، ترڅو وکولی شي د تل په څېر د افغانستان نوم وځلوي.”
د نړیوال شل اوریز جام کرکټ سیالۍ د راتلونکي اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربهتوب پیلیږي چې د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پوري به دوام ومومي.
د کرکټ بورډ په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام په ‘الف’ ګروپ کې (افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا) لوبډلې شته چې دوې نورې به ورته له لومړي پړاو څخه لاره بیامومي.
د دغو سیالیو په ‘ب’ ګروپ کې (هندوستان، بنګلهدېش، پاکستان او سویلي افریقا) لوبډلې ځای پر ځای شوې دي چې یاد ګروپ ته به هم دوه نورې لوبډلې له لومړي پړاو څخه ورشي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، چې یادې سیالۍ به د اسټرالیا په هوبرت، میلبرن، پرت، سیډني، بریسبېن او اډلیډ ښارونو کې ترسره شي.