تخار کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د تخار په «هزار سموچ» ولسوالۍ کې شوې ده.   

بلخوا د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو د دې پېښې له امله اوښتې مرګ‌ژوبله تایید کړې ده.

د تخار د والي ویاند «قاري محب الله نیکزاد» ویلي چې دا ترافیکي پېښه پرون ماښام، چهارشنبه د وږي پر ۲۳مه په «قور قدوق» سیمه کې شوې ده.  

که څه هم تر اوسه د دې پېښې د نوعیت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو لامل یې د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.  

په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکي بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي.