د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار «جان بولټن» وايي، د متحده ایالاتو استخباراتي اټکلونه ښيي چې په افغانستان کې نړیوالې ترهګرې ډلې د بیا فعالېدو په حال کې دي.  

بولټن له VOA سره په تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکې بیا حضور او چټک فعالیتونه د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره ستر خطر رامنځته کړی دی.

دغه جګپوړي امریکايي چارواکي د طالبانو حکومت له نړیوالو تروریستي ډلو سره په اړیکې تورن کړی او ادعا یې کړې چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو حکومت د دوحې په تړون عمل نه دی کړی. 

د هغه په وینا: “طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې نه ساتي او د افغانستان په خاوره کې به هېڅ ډلې ته پټنځایونه نه ورکوي، خو دوی تر اوسه په دې تعهداتو عمل نه دی کړی.”

جان بولټن د مرکې په دوام کې ویلي چې نړۍ باید په افغانستان کې د تروریستي ډلو بیا فعالېدو ته اندېښمن شي او افغانستان ته پام واړوي. 

د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت څو ځلې ویلي چې په افغانستان کې به هېڅ نړیوالې تروریستي ډلې ته ځای ور نه کړي.

د طالبانو د حکومت مشر او جګپوړو چارواکو نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارېږي او همداراز یې له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده.