ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې ‘شري’ ناروغي د خپرېدو په حال کې ده او دې ناروغۍ تر دې دمه د سلګونه ماشومانو ژوند اخیستی دی.  

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې لسګونه زره ماشومان په شري اخته شوي او د هغو د مړینې امکان ډېر دی چې د دې ناروغۍ واکسین یې نه وي کړي.   

د دوی په وینا، د ‘شري’ واکسین په ماشومانو کې د دې ناروغۍ له امله د مړینې خطر کمولای شي.  

ملګرو ملتونو شري ناروغي په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره خطرناکه بللې او ویلي یې دي چې شري سو‌ءتغذي ماشومانو ته ډېر تلفات اړولی شي.     

ملګري ملتونه دا خبردای داسې مهال ورکوي چې د وروستي یوه کال په تېرېدو سره په افغانستان کې څه باندې لس‌لکه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. 

دغه سازمان د شري په ګډون د یو شمېر نورو ناروغیو ستر لامل په افغانستان کې ماشومانو ته د واکسین نه‌تطبیقول بللي، خو ټینګار یې کړی چې دوه ډوزه ارزانه واکسین ماشومان له شري او نورو ناروغیو خوندي کولای شي.