د افغ

نړیوالو رسنیو تایید کړې چې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل‌شویو شتمنیو یوه مهمه برخه به د سویس یوه بانک ته انتقال شي.

د ترکیې خبري شبکې (TRT World) او وروسته د انټرسپیټ سایټ په خپلو راپورونو کې د باخبرو سرچینو په حواله د افغانستان د کنګل‌شویو پیسو د یوې برخې د خوشې‌کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا پیسې د سویس هیواد بازل نړیوال بانک ته لېږدول کېږي او د امریکا متحده ایالات به ترې څارنه کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم د مرکزي بانک شتمني د امریکا لخوا کنګل شوه، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د خلاصون لپاره خبرې اترې ګړندۍ وې، خو د ایمن الظواهري تر وژل‌کېدو وروسته دا خبرې په موقت ډول بندې شوې.

اوس راپورونه وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو یوه برخه وباسي او بله برخه د مرکزي بانک د پولي زیرمو د اسعارو د ثبات، له انفلاسیون سره د مبارزې او د افغانستان د اقتصاد د را ژوندي کولو لپاره ځانګړې شي.

که څه هم تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا پیسې به په کومو برخو کې ولګول شي، خو د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي د دې پیسو یوه برخه د ‘بشري مرستو’ او د بریښنا د بیلونو د ورکړې لپاره مصرف شي.