Tuesday Apr 24, 2018

اریانا سعید هغو کالیو ته اور ورته کړی چې خلکو پرې سختې نیوکې کړې وې

نوشته شده توسط khaama - Thu May 25 2017, 9:25 am

د افغانستان وتلې سندرغاړې اریانا سعید خپل هغو کالیو ته اور ورته کړی چې په پاریس کې د یوه کنسرت پر مهال یې د اغوستو له کبله یو شمېر خلکو پرې سختې نیوکې کړې وې.

اریانا سعید وروسته له هغې د پاریس په کنسرټ کې اغوستې جامې وسوځولې چې ځینې کسانو د نوموړې دا جامې د افغان دود او کلتور خلاف وبلل.

نوموړې د مې پر ۱۴مه د فرانسې مرکز پاریس کې کانسرټ درلود او هغې ځینې مینه والو یې د هغې د دغه کنسرټ ځینې سندرې په خواله رسنیو کې شریکې کړې.

که څه هم یو شمیر کسان پرې سختې نیوکې کړې خو یو شمېر نورو بیا د دې افغان سندرغاړې د جامو اغوستلو د طرز ملاتړ کاوه.

اریانا سعید تیره ورځ د فیسبوک ژوندي ویډیو له لارې وویل، د دې کالي د سوځولو هدف یې دا و، چې خلک باید د لباسو پر ځای په افغانستان کې پر نورو مهمو موضوعات باید تمرکز وکړي.

د نومړې په خبره، په هېواد کې لویې ستونزې لکه بچه بازي، له ښځو سره تاوریخوالی د هغوی د غوږ پوزې پرېکول، په کم عمر ور کول او داسې نور ستونزې شته او  خلک باید د دې د لباس پرځای پر هغو ډیر تمرکز وکړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. په سور سالو کې ګناه نشته

    ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه
    کالي ولی سوځوي باید څان وسوځوي دا د فحشا ملکه

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید