
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار ویلي، د طالبانو له راتګ وروسته له هند څخه افغانستان ته د وارداتي توکو اندازه له ۴۰ تر ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
سیګار پرون شنبه د وږي پر ۱۹مه پر خپل ټویټر ویلي چې د نړیوال بانک د اټکل له مخې له افغانستان څخه بهر ته د مالونو تګ راتګ له ۴۰ تر ۵۰ سلنې پورې کم شوی دی.
د سیګار د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو خدمتونو د کمښت له امله پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ۱۶ سلنه زیات شوي چې په تېرو دوو لسیزو کې په خپل ډول کې بېساري دي.
د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر اوسه د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالي ته په کتو له افغانستان څخه پاکستان ته ۱.۸ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي دي.
د سیګار په خبره، دغه اندازه ډبرو سکرو له هغو کانونو ترلاسه کېږي، چې ماشومان پکې کار کوي.