Tuesday Jan 16, 2018

د افغانستان د چرمو د تولید لومړی فابریکه په هرات کې فعاله شوه

نوشته شده توسط khaama - Wed May 24 2017, 11:14 am

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د چرمو د تولید فابریکې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې په فعالیت پیل کړ.

دغه فابریکې د ۶ میلیون او ۳ سوه زره امریکاي ډالرو په لګښت او د خصوصي سکټور په پانګونه د هرات په صنعتي پارک کې جوړه شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي،  د دغې فابریکې په فعالېدو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوي ده.

د یاد فابریکې یوه تن مسئول ښاغلي هوتک وایي، افغانستان کې هر کال شاوخوا د۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت څرمنې محصولات واردوي.

هغه زیاته کړه، چې دوي هیله مند دي چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره له بهره د صنعتي چرمو له وارداتو څخه مخنیوي وشي.

په همدې حال کې د هرات د صنعتکارانو د ټولنې مشر توریالي غوثي وایي، د چرمو د تولید او پروسس فابریکه چې تیره ورځ فعاله شوه کولی شي چې په کال کې د څه باندې دوو میلیونو جلد څرمنې تولید کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید