
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، د طالبانو حکومتي چارواکي روسیې ته د سفر په ترڅ کې اراده لري چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته یو میلیون ټنه ګاز وارد کړي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست «نورالدین عزیزي» په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی دی.
په دغه سفر کې به د یو میلیون ټنو نفتي توکو د واردولو په ګډون د خوراکي او غیرخوراکي خامو موادو، همداراز د ممیزو، د درملو او منرالونو په اړه بحث وشي.
روسي رسنیو پرون جمعه د زمري پر ۲۸مه د ښاغلي عزیزي له قوله لیکلي چې افغانستان څلور میلیونه ټنه تېلو ته اړتیا لري چې یوه برخه یې اوس له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د روسیې دولتي خبري اژانس ته ویلي: “څرنګه چې روسیه زموږ لپاره یو دوست هېواد دی، موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې د روسیې د تېلو او نورو تېلو د واردولو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږو، موږ پلان لرو چې شاوخوا یو میلیون ټنه پټرول او ډیزل وارد کړو.”
روسي چارواکو ویلي چې افغان پلاوي د غنمو او د «لمرمخو» ګلانو په ګډون د نورو اړینو محصولاتو د واردولو په اړه هم خبرې کړي دي.
ښاغلي عزیزي ویلي چې د طالبانو حکومت دغه تړون ژر تر ژره لاسلیککېدل غواړي.
عزيزي په دې څرګندولو سره چې افغانستان او روسيه په متقابله سوداګرۍ کې تاريخي تجربه لري ویلي: “زموږ لومړيتوب دا دى چې روسي توکي د تبادلې په بڼه وارد کړو.”
هغه دا هم ویلي، که د تبادلې پلان کار ونه کړي، افغانستان کولای شي له روسیې څخه د منابعو د اخیستلو لپاره پیسې وکاروي.
عزيزي زیاته کړې چې امريکا او اروپايي ټولنې د خامو موادو د واردولو په برخه کې پر افغانستان بنديز نه دى لګولى او افغانستان کولاى شي د دغو توکو لګښت په پيسو ورکړي.