د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه‌کوونکی «رمیز الکبروف» وايي، د کوکنارو پر کښت بندیز له کوم ښه بدیل پرته د افغانستان په کلیوالي سیمو کې بېوزلي لا پسې زیاته کړې ده.

ښاغلي الکبروف نن سه‌شنبه د زمري پر ۲۵مه پر خپل ټویټر لیکلي چې د هلمند او کندهار کروندګرو ته باید یو بدیل ورکړل شي، ځکه چې د ده په وینا د کوکنارو پر کښت بندیز په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب او بېوزلۍ لامل شوی دی.

افغانستان د تریاکو د تولید یوه سرچینه ده، چې ۷۲ سلنه یې په هلمند او کندهار کې تولیدیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي ویلي چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په هلمند او کندهار کې له کروندګرو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو پېر او پلور په کلکه منع کړي دي.