ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد یو تبعه «شهروز سخنوری» چې په ‘الکس’ مشهور دی، د ۸۰۰ ایراني نجونو د قاچاق (جنسي سوداګرۍ) په تور په اعدام محکوم شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایه قوې ویاند «مسعود ستایشی» نن سه‌شنبه د زمري پر  ۲۵مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې شهروز سخنوري یا الکس د انساني قاچاق یوې شبکې په همکارۍ تر ۸۰۰ زیاتې ایراني نجونې د جنسي سوداګرۍ په موخه دوبۍ او مالیزیا ته قاچاق کړي دي. 

مشرق ویبپاڼې لیکلي، الکس د یوې نړیوالې جنایي شبکې د مشر په توګه له دریو کلونو راهیسې په بېلابېلو هېوادونو کې د پراخو اړیکو په ملتیا د انساني قاچاق ډلې تنظیم کړې او له ایران څخه یې بهر ته د فحشا په موخه سلګونه نجونې قاچاق کړې دي.  

همداراز ایراني رسنیو د الکس د مور په قول دا تایید کړې چې دغه کس له دریو کلونو راهیسې نجونې قاچاق کولې.

ایران یو له هغو هیوادونو دی چې د انساني قاچاق له مخې په نړۍ کې درېیم ځای لري.

د يادونې ده چې افغانستان هم د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوى چې د انسان قاچاق پېښې پکې زياتې شوې دي.